
ایکنانیوز د حسینی مقدس آستان د قرآن دتبلیغ د نړیوال مرکز له قوله راپور راکړی، دغه پړاؤنه د امام علی(ع) د دارالقرآن او په لبنان کې ددغه مرکز د څانګو له لارې ، د لبنان په یوشمیر ښارونو او کلو کې د قرآني پروګرامونو له بریالۍ ترسره کیدا وروسته بیرته پیل شوي دي.
په لبنان کې ددغه مرکز د څانګې مسئول سید علی ابوالحسن ددغو پړاؤنو د ترسره کیدا موخه د انجونو او ه لکانو زده کونکو کې ددینی ارزښتونو سسټماټيک کول او د قرآني کلتور پیاوړتیا ده.
هغه زیاته کړې ده،په دغو پروګرامونو کې د تلاؤت او تجوید د احکام زده کړې، د قرآن کریم سم لوستل، دمیئندو ځانګړی قرآن مفاهیم ، د قرآنی اخلاقو درستونه، د اهل بیت علیهم السلام سیرت او قفهي سمینارونه شامل دي.
ابوالحسن ووئيل؛ د لبنان په کلو او ښارونو کې په رمضان المبارک میاشتې کې د قرآن د سیالیو او د قرآنی ختمونو او محفلونو په ترسره کولو کې د مرکز د کارکونکو له بریالیتوب وروسته فیصله شوې چې دغه پړاؤنه په شوال، ذی القعدې او ذیالحجې په درو میاشتو کې هم ترسره کوو.
هغه دغه راز ټينګار وکړ، دغه پړاؤنه د قرآنی درسونو د یادونې او د زده کونکو او دلچسپي لرونکو لپاره له قرآن سره د تعامل د دوام فرصت برابروي.
الوالحسن دغه راز ووئيل؛ د قرآن کریم د تبلیغ دنړیوال مرکز د لبنان څانګه په دغو پروګرامونو سره د عملی اوتئوریټیکل زده کولو پشمول په جامعې رودې سره ددیني پوهې او قرآني هویّت د پیاوړتیا لپاره هڅه کوي چې په ګډون کونکو کې مثبتې اغیزې ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4348766